ads

ولسي جرګې له مخدره توكو او مسكراتو سره د مبارزې د قانون طرحه تصويب کړه

ولسي جرګې د يوې مادې په لرې كولو سره له مخدره توكو او مسكراتو سره د مبارزې د قانون طرحه تصويب كړه.

دغه طرحه چې اووه فصله او شپږاويا مادې لري، يوه داسې ماده پكې راغلې وه چې د درملو په جوړولو كې د كارولو او علمي څېړنو لپاره بايد د كوكنارو كرلو ته قانوني جواز وركړل شي.

نویسنده: sarwan
11 غویی 1396

خو د ولسي جرګې يو شمېر غړو بيا ويل، چې كه اجازه وركړل شي نو بيا يې كنترول ستونزمن دى او په وينا يې له يوې خوا د كوكنارو كرلو ته قانوني جواز وركول كيږي او له بلې خوا دا پرېكړه د اساسي قانون د هغې مادې خلاف ده چې په هغه كې د مخدره توكو هر ډول كركيله او قاچاق غيرقانوني ګڼل شوی دی.
دا په داسې حال كې ده چې اوسمهال افغانستان د نړۍ په كچه د مخدره توكو په ځانګړې توګه د ترياكو ترټولو ستر توليدونكى هيواد دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA