نن د مې مياشتې لومړۍ نېټه د کارګر نړيواله ورځ ده، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو كې نمانځل كېږي.
افغان حکومت وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله په هېواد کې بې کاري شپږ فيصده کمه شوې ده.
د كاګر نړيواله ورځ په افغانستان كې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې کارګران او د پوهنتونونو فارغان له بې کارۍ شکايت لري.
د ملي شورا غړو بې کاري په هېواد كې د ناامنيو يو عمده علت ګڼلى دى.
په هېواد كې د بې كارۍ د له منځه وړلو لپاره سلګونو زرو كاري فرصتونو ته اړتيا ده، چې خصوصي سكټور ته په كې ډېره تمه كېږي، خو خصوصي سكټور ته بيا د پانګونې چاپېريال ترينګلى دى.
هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان په واټونو كې د كار په تمه له سهاره تر ماښامه ناست وي، خو څوك ورته كار نه وركوي. زرګونه نور لوستي ځوانان له خپلو تحصيلي اسنادو سره د دولتي او نادولتي ادارو د دوازو په مخ كې راغونډ وي، خو كار نشته.
شنونكي په دې باور دي، چې له يوه اړخه په پراخه كچه د خلكو بې كاري او له بله اړخه د دندو نه مصئونيت او لړزانده اقتصادي حالت د راتلونكي افغانستان تياره انځور وړاندې كوي.
په همدې دليل ډېرى ځوانان پر خرابو او كړكېچنو لارو بهر ته په كارموندنې پسې وځي او يا د وسله والو په ليكو ورګډېږي.


