ads

هلمند کې ۲۴ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواكي وايي، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ۲۴ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان هوايي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
11 غویی 1396

خبرپاڼه کاږي، چې ددغو عملياتو په پايله کې۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي،۱۳ تنه ټپيان شوي او۱۱ميله بېلا بېلې وسلې او ۹ عرادې موټرونه هم لمنځه وړل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طالبانو نظامي مسولين هم شامل دي، خو وسله والو طالبانو په دې اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA