د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې د افغان کومانډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه فابريكه له منځه وړل شوې ده.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دغو عملياتو كې د وسله والو مخالفينو د سوق او ادارې يو مركز هم له منځه وړل شوى، يو عراده كرولا موټر او يو كيلو ګرام ترياك نيول شوي، شپږ كړۍ ماينونو ته چاودنه وركړل شوې او درې مخابرې هم افغان ځواكونو ترلاسه كړې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


