ads

ننګرهار كې ۱۰ وسله والو طالبانو مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د هوايي بريد له كبله ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ كې د وسله والو طالبانو يو ګروپ په نښه کړى، چې له كبله يې اته طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
11 غویی 1396

نوموړي زياته كړه، په دې بريد كې د وسله والو طالبانو يو ډاډسن ډوله موټر هم له منځه وړل شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA