ads

مسلميار: هېوادوال دې د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
مسلميار دا غوښتنه نن په کابل کې د مجاهدينو د بري د پنځه ويشتمې کليزې په يوه غونډه کې وکړه، چې د حراست او ثبات شورا را بللې وه.

نویسنده: sarwan
11 غویی 1396

د مشرانو جرګې رئيس وويل، چې په افغانستان کې د مجاهدينو قرباني بايد هېره نه شي.
مسلميار له روسانو وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د خپلې ناکامۍ تجربه نه تکراروي او د وسله والو طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي.
د مجاهدينو د بري ياده غونډه کې د اقتصاد پخواني وزير او د حزب اسلامي د ګوند د جلا شوې ډلې مشر عبدالهادي ارغنديوال او ځينو نورو جهادي شخصيتونو هم ويناوې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA