ads

سعودي عربستان كې د ترهګريزو فعاليتونو په تور د افغانانو په ګډون ۴۶ تنه نيول شوي

په سعودي عربستان كې د يو شمېر افغانانو په ګډون ۴۶ تنه د ترهګريزو فعاليتونو په تور نيول شوي دي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزير منصور الترکي پرون په رياض كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې په نيول شويو کسانو کې ۳۲ تنه يې د سعودي عربستان اوسېدونکي دي او پاتې نور يې د افغانستان، مصر، يمن، پاکستان، سوډان او اردن اتباع دي.

نویسنده: sarwan
11 غویی 1396

پر دغو کسانو تور دى، چې تېر کال د روژې په مياشت کې يې په مدينې او جدې کې په ځانمرګي بريد او چاودنې کې لاس درلود.
د روژې په مياشت كې نبوي مسجد ته نږې شوې چاودنې کې څلور کسان وژل شوي وو.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزير د نيول شويو کسانو په اړه ډېر معلومات ورنه کړل، خو وايي چې له هغوى نه يې تحقيقات پيل کړي دي.
په سعودي عربستان کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لسګونه زره خلک کاروبار او غريبي کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA