د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د تورخم ـ جلال اباد پر لويه لاره د روداتو ولسوالۍ اړوند کې د بهرنيو ځواکونو پرکاروان د سوزکي موټر په وسيله ځانمرګی بريد شوی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې نن له غرمې وروسته درې بجې د تورخم ـ جلال آباد پر لويه لاره د روداتو ولسوالۍ اړوند سيمه باريکاب پله ته څېرمه د يوه سوزکي موټر په وسيله ځانمرګي بريد ګر پر بهرنيو ځواکونو بريد کړی، چې پرمهال يې يواځې بريد کوونکی وژل شوی او موټر يې زيانمن شوی دی.
خوګياڼی زياتوي، په دغه چاودنه کې د بهرنيو ځواکونو کاروان ته هم زيان اوښتی، خو د کره تلفاتو په اړه يې څه ونه ويل.
نوموړی وايي، اوس مهال په سيمه وضعيت ارام دی او لاره د څو شيبو تړل کيدو وروسته بيرته خلاصه شوې ده.
بل لورته بيا له سيمې يو شمېر سرچينو کليد ته د نوم او غږ نه خپراوي په شرط وويل، چې په دغه بريد کې يې څو تنه په ټپي حالت کې هم ليدلي دي.
تر اوسه پورې د حکومت وسله والو مخالفينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


