ads

تركيې د هند او پاكستان ترمنځ د منځګړيتوب وړانديز کړی

ترکي حکومت د هند او پاکستان ترمنځ د څو اړخيزو مذاکراتو غوښتنه کړې او د منځګړيتوب وړانديز يې کړى دى.

نویسنده: sarwan
11 غویی 1396
تركيې د هند او پاكستان ترمنځ د منځګړيتوب وړانديز کړی

ترکي حکومت د هند او پاکستان ترمنځ د څو اړخيزو مذاکراتو غوښتنه کړې او د منځګړيتوب وړانديز يې کړى دى.
د ترکيې حکومتي چارواکو ويلي، په کار ده چې هند او پاکستان د کشمير پر سر روانې شخړې ته د خبرو له لارې د پاى ټکى کېږدي.
بل خوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېد غفور باجوه د کشمير په اړه د خپل هېواد پر سياسي مبارزې ټينګار سره ويلي، چې دا مسئله بايد د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو له مخې حل شي.
له تېرو اويا کلونو راهيسې هند او پاکستان د کشمير د مالکيت پر سر لانجه لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه ځلې خونړۍ جګړې هم شوي او له کلونو راپدېخوا يې د سرحدي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA