د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس د كارګر د نړيوالې ورځې په مناسبت په افغانستان كې د كار وضعيت د ښه كېدو غوښتونكى شو.
عبدالله عبدالله، چې نن يې د وزيرانو شورا غونډې ته خبرې كولې، د نړۍ ټولو كارګرانو په ځانګړې توګه افغان كارګرانو ته د دې ورځې مباركي وويله او د حكومت له وزيرانو يې وغوښتل، چې د كارګرانو اړتياوې پوره او غوښتنو ته يې رسيدګي وكړي.
نن د مې مياشتې لومړۍ نېټه د کارګر نړيواله ورځ ده، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو كې نمانځل كېږي.
افغان حکومت وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله په هېواد کې بې کاري شپږ فيصده کمه شوې ده.
د كاګر نړيواله ورځ په افغانستان كې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې کارګران او د پوهنتونونو فارغان له بې کارۍ شکايت لري.
د ملي شورا غړو بې کاري په هېواد كې د ناامنيو يو عمده علت ګڼلى دى.


