په هلمند ولايت کې د امريکايي ځواکونو ۱۸ مياشتنى ماموريت پاى ته ورسېد او پر ځاى يې سمندري ځواکونو خپل ماموريت پيل کړ.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې په دې اړه تېره ورځ ښوراب پوځي اډه کې مراسم جوړ شوي وو.
د انتقال مراسمو ته د وينا په ترڅ کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي وويل، چې په هلمند کې د جنرال سېمس په مشرۍ د امريکايي ټاسک فورس ځواکونو تېر ۱۸ مياشتنى ماموريت د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره په مشورتي، هوايي ملاتړ، ښوونې او روزنې او يو شمېر نورو امنيتي برخو کې اغېز لرونکى او د پوره همغږۍ له مخې ترسره شو.
هغه هيله وښوده، چې د سمندري ځواکونو له نوي ماموريت سره به هم ښه همغږي او همکاري ولري.
بل خوا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مرستيال قوماندان تورن جنرال جان تامسن وويل، چې امريکايي ځواکونه به د افغانستان د خاورې د دفاع په لار کې له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ويلو ده، چې د امريکا له پرېکړې سره سم هلمند ولايت ته د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې ۳۰۰ سمندري ځواکونه لېږل شوي، چې د شنبې په ورځ يې هلته خپل ماموريت په رسمي توګه پيل کړ.


