د ننګرهار يو شمېر صنعتکاران وايي، په دغه ولایت کې د امنیت او برېښنا نشت نور له صنعتي کارونو ستړي کړي دي او که دغه ستونزې حل نه شي، ښايي خپلې پانګې له هېواده بهر وباسي.
دوی وايي، د برېښنا د کمښت ستونزې ټول پانګوال او صنعتکاران اغېزمن کړي دي، خو د امنیت نشت بیا لویو پانګوالو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.
صنعتکاران وایي، د برېښنا د کمښت ستونزه يې په ځلونو له ولایتي او مرکزي ادارې سره شریکه کړې، خو تر دې مهاله د دغه ستونزې د هوارولو لپاره د پام وړ کار نه دی شوی.
د دغه ولایت يو تن صنعتکار حبیب الرحمن وايي، ستونزې هومره دي چې نور يې د کار پرېښودو ته اړ کړی دی: ((نورې ستونزې هم ډېرې دي، خو د برېښنا کمښت تر ټولو ستره او جدي ستونزه ده، نور دې ته اړ شوي يو چې فابريکه بنده کړو.))
له بل لوري د پامیر موټر سایکل تولیدي شرکت مرستیال توریالي غوثي کلید ته وویل، په دولت کې شته فساد دې ته زمینه برابره کړې، چې له کورنیو تولیدي توکو کمه استفاده وشي او په لوی لاس بهرنیو توکو ته زمینه برابره شي.
نوموړي ټينګار وکړ، که چېرته حکومتي چارواکي ورته زمینه برابره کړي، دوی چمتو دي، چې په اوسنیو حالاتو کې هم صنعت ته پرمختګ ورکړي: ((حکومت کې فساد زیات دی، دوی تر اوسه زموږ یوه ستونزه هم نه ده حل کړې، هسې تشې وعدې کوي او عملي کار نه کوي.)) په همدې حال کې بیا د اقتصادي چارو کارپوهان د اقتصاد د پرمختګ لپاره پانګونه او د پانګونې لپاره د بشپړ امنیت او کافي برېښنا شتون اړين بولي. د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند محمد بشیر دودیال کلید ته وویل، د یو هېواد پرمختګ پر اقتصاد او پانګونې پورې تړلی دی: ((د اقتصاد پرمختګ په دوه شیانو پورې تړلی چې امنیت او د انرژۍ سرچينې دي، خو بدبختانه تر اوسه هم حکومت په دې برخه کې پاتې راغلی دی.))
له بل لوري د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو ریاست چارواکي هم مني چې صنعتکاران او سوداګر په دغه ولایت کې د نورو ستونزو تر څنګ د برېښنا له کمښت ځورېږي. د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رییس شیر عالم امله وال کلید ته وویل، په دغه ولایت کې سوداګر او صنعتکاران د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د امنیت، برېښنا او ځای د نشت له ستونزو سره مخ دي او که حکومت دغه ستونزې حل نه کړي، ښايي ډېری يې خپلې پانګې له هېواده وباسي: ((له شک پرته چې سوداګر او صنعتکاران ګڼې ستونزې لري، دوی ته کافي برېښنا نه رسېږي، امنیت ډاډمن نه دی، ځمکې نه لري، که د دوی دغه ستونزې حل نه شي، وضعیت لا خرابېږي او دا اندېښمنوونکې ده.))
له بل لوري د ننګرهار والي وايي، د دغه ولایت له سوداګرو او صنعتکارانو سره له لومړي سره د برېښنا په وېش کې ستره جفا شوې ده.
د ننګرهار والي ګلاب منګل کلید ته وویل، چې د صنعتکارانو د امنیت ستونزه یې تر يوې کچې حل کړې ده، خو د برېښنا د کمښت ستونزه لا هم پر ځای ده.
نوموړی وایي، دغه ستونزې به د حل په هدف له جمهور رییس غني سره شریکې کړي: ((د ننګرهار له سوداګرو سره د برېښنا په برخه کې له لومړي سره ظلم شوی او اوس چې دوی د امنیت او برېښنا په برخه کې جدي ستونزې لري، نو موږ به یې دا ستونزې له جمهور رييس سره شريکې کړو.))
کارپوهان وايي، که د صنعتکارانو او پانګوالو د امنیت او برېښنا ستونزې حل شي، کاروبارونه يې پراخېږي او ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.


