د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ته نن په جلال اباد ښار کې دولت په رسمي ډول هرکلى وايي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې مراسمو کې به د جمهور رئيس دويم مرستيال محمد سرور دانش، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د ملي شورا او کابينې يو شمېر غړي، د حزب اسلامي مشر او د دې ګوند سلګونه غړي او ګڼ شمېر نور كسان ګډون ولري.
د ارګ له لوري تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې افغان حکومت د سولې د بين الافغاني مذاکراتو په پايله کې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د لاسليک پر بنسټ د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار د راتګ هرکلی کوي.
د سرچينې په وينا، هېواد ته د حکمتيار راتګ به د سولې او ثبات د ټينګښت، پرمختګ، انکشاف او نورو برخو کې د پام وړ اغېز ولري.
دا په داسې حال كې ده، چې د حزب اسلامي مشر پرون په لغمان کې د خلکو يوې غونډې ته وينا وكړه.
د يادولو ده، چې د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو.


