ads

اروزګان کې هوايي بريد د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز ترینکوټ کې د افغان هوایي ځواکونو په برید کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نویسنده: sarwan
10 غویی 1396
اروزګان کې هوايي بريد د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز ترینکوټ کې د افغان هوایي ځواکونو په برید کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب کليد ته وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د جګړې پر مهال هوایي ځواک هدف غلط کړ او امنیتي ځواکونه یې په نښه کړل.
نایاب وايي، ملي اردو ځواکونه په دغه سیمه کې له وسله والو سره په جګړه بوخت وو، چې  هوايي ځواکونو پرې غلط فهمي کې برید وکړ او د ملي اردو څلور سرتېري په کې ټپیان شول.
د نایاب په وینا، په روغتون کې دوو سرتېرو د ژورو ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه لاهم تر درملنې لاندې دي.
باید وویل شي، چې له دې څو میاشتې وړاندې هم په ترینکوټ کې د بهرنیو ځواکونو په یو هوايي برید کې ۱۰ ملي پولیس وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA