د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، ناټو په افغانستان کې د روسيې ناکامه تجربه تکرار کړه او فکر يې کړی و چې د افغانستان جګړه به په شپږو مياشتو کې وګټي، خو د نوموړي په خبره دغه جګړه اوس مهال ۱۷ کلنه شوه او اوس هم نه شي ويلای چې دغه جګړه ګټلای شي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار چې نن يې په لغمان کې د خلکو يوې غونډې ته خبرې کولې ټينګار وکړ چې امريکا هم د وېتنام ناکامې تجربې ته ونه کتل او د ۴۸ نورو هېوادونو په ملتيا افغانستان ته راغله.
حکمتيار ټينګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخ ده. په دې اړه مو وغوښتل د افغان حکومت نظر هم ترلاسه کړو خو جمهوري رياست په دې تړاو له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادولو ده چې د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په لومړۍ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون لاسليک شو.


