د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د پرديو په لمسون روانه جګړه پرېږدي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي.
حکمتيار چې نن يې په لغمان کې د خلکو په منځ کې خبرې کولې، تېره اوونۍ په شاهين قل اردو د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد ته په اشارې وويل، دا ډېره بده ده چې يو څوک خدای ته په سجده پروت وي او دوی يې وژني.
حکمتيار وايي، اوس مهال د دوی تر ټولو ستر هدف په هېواد کې د جګړې ختمول دي. نوموړی ټينګار کوي چې اوس مهال د افغانستان په جګړه کې يوازې افغانان وژل کېږي.
نوموړی زياتوي، که چېرې افغانان خپله سوله ونه غواړي او بين الافغاني سوله ونه کړي بل څوک يې د سولې په غم کې نه دي.
حکمتيار وايي، څه ډول چې روسيې په افغانستان کې ماتې وخوړه دغه راز امريکا هم له خپلو ټول زور سره په افغانستان کې ناکامه ده.
ټاکل شوې حکمتيار په راتلونکو څو ورځو کې کابل ته راستون شي.


