ads

جمهور رييس له ترهګرۍ سره په مبارزې ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، نور هغه وخت پای ته رسېدلی چې يو څوک دې د وژنو او ترور له لارې واک ته ورسېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 غویی 1396
جمهور رييس له ترهګرۍ سره په مبارزې ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، نور هغه وخت پای ته رسېدلی چې يو څوک دې د وژنو او ترور له لارې واک ته ورسېږي.

جمهور رييس چې نن يې د روسانو د يرغل پر وړاندې د افغان جهاد د برياليتوب د ۲۵ کليزې په مناسبت خبرې کولې ټينګار وکړ چې هغه مهال افغان ملت له روسانو سره جهاد کاوه او اوس مهال له ترهګرو سره په جهاد بوخت دی.

د نوموړي په خبره، ښه بېلګه يې په شاهين قل اردو کې د ۱۴۱ افغان سرتېرو قرباني ده.

جمهور رييس غني ټينګار وکړ چې افغان ملت به په خپل ټول توان د ترهګرۍ پر وړاندې ودرېږي.

د يادولو ده چې د روانې غويي مياشتې په لومړۍ نېټه په بلخ کې په ۲۰۹ شاهين قل اردو د وسله والو طالبانو له لوري ډله ييز بريد ترسره شو چې په ترڅ کې يې ۱۴۱ افغان سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA