د ښې حکومتولۍ په چارو کې د جمهور رئيس محمداشرف غني پخوانی استازی احمد ضيا مسعود وايي، چې اوسنی حکومت مشروعيت نه لري او د بهرنيانو لخوا په انتسابي ډول جوړ شوی دی.
احمد ضيامسعود چې نن يې د غويي د ۸ مې په مناسبت يوې جوړې شوې غونډې ته وينا کوله وويل، چې د جمهوري رياست د تېرو ټاکنو په پايله کې درغلي شوې او خلک د ټاکنو له پايلو څخه خوښ نه دي.
ضيا مسعود زياته کړه اشرف غني د افغانستان ۵۰ فيصده خاوره طالبانو ته سپارلې او د اوسني حکومت کارونه به افغانستان بېرته پخوانيو کلونو ته ستون کړي.
د ضيا مسعود په خبره اشرف غني لکه د حفيظ الله امين په څېر ديکتاتوري کوي او خلک د ملي يووالي حکومت څخه ناخوښه دي.
ضيا مسعود له امريکا او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو له حقوقو څخه دفاع وکړي.
نوموړي وويل د قومونو د تقابل د مخنيوي په خاطر يې له جمهور رييس غني څخه ملاتړ وکړ خو اوس په خپل دې کار پېښمانه دی.
ضيا مسعود وويل خلک بايد استعفا ته د غني د مجبورولو لپاره بسيج شي او ژمنه يې وکړه چې د خپلو خلکو له رايو څخه به دفاع وکړي اوسياسي مبارزو ته به يې ادامه ورکړي..
د جمهوري رياست د وياند دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي له کليد سره په خبرو کې د احمد ضيا مسعود ددغو تازه څرګندونو په هکله کوم غبرګون و نه ښود خو زياته يې کړه احمد ضيا مسعود حق لري د بيان آزادۍ په رڼا کې خپل نظر څرګند کړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

