ads

د بدخشان د زېباک ولسوالۍ سقوط وکړ

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولايت زيباک ولسوالۍ نيولې ده. د زېباک ولسوالۍ د پوليسو مشر سلطان محمد يفتلي رسنيو ته وويل، پوليسو تکتيکي شاتګ کړی او دا مهال په اشکاشم ولسوالۍ کې مېشت شوي دي. دی وايي اوسمهال د زېباک ولسوالۍ مرکز د طالبانو تر ولکې لاندې دی […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 غویی 1396
د بدخشان د زېباک ولسوالۍ سقوط وکړ

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولايت زيباک ولسوالۍ نيولې ده.

د زېباک ولسوالۍ د پوليسو مشر سلطان محمد يفتلي رسنيو ته وويل، پوليسو تکتيکي شاتګ کړی او دا مهال په اشکاشم ولسوالۍ کې مېشت شوي دي.

دی وايي اوسمهال د زېباک ولسوالۍ مرکز د طالبانو تر ولکې لاندې دی او افغان ځواکونه له مرکز لېرې سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

طالبانو هم خبري رسنيو ته د دغې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړی او ويلی دي چې دا د دوی د پسرلنيو منصوري عملياتو برخه ده .

زېباک ولسوالۍ له مرکز فيض آباده ۱۲۰ کيلومتره لېرې پرته ده چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د بدخشان له خوندي سيمو څخه بلله کېږي.

اوسمهال د بدخشان د يمګان او وردج ولسوالۍ هم د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA