ads

يوناما: سږ كال له ۲۰۰۰ زياتو ملكي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملګري ملتونه وايي، چې د روان ميلادي كال په لومړيو درېيو مياشتو كې په افغانستان كې د ناامنيو له كبله ۲۱۸۱ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 غویی 1396
يوناما: سږ كال له ۲۰۰۰ زياتو ملكي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملګري ملتونه وايي، چې د روان ميلادي كال په لومړيو درېيو مياشتو كې په افغانستان كې د ناامنيو له كبله ۲۱۸۱ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) له لوري نن خپاره شوي رپوټ كې راغلي، د  ۲۰۱۷ کال په لومړيو درېيو مياشتو کې په افغانستان كې
۷۱۵ تنه ملكي وګړي وژل شوي او  ۱۴۶۶ تنه نور ټپيان دي.
په رپوټ كې زياته شوې، چې دا شمېرې د ۲۰۱۶ کال د ورته مودې په پرتله د ملكي مرګ ژوبلې څلور فيصده ټيټوالى په ګوته کوي.
د يوناما په خبره، د ملکيانو وژنه دوه فيصده او د ټپيانو شمېره پنځه فيصده كمه شوې ده.
سرچينه وايي، چې د تېر ميلادي کال په څېر ځمکنۍ نښتې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو ستر علت پاتې شوى دى.
يوناما زياتوي، کابل د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره لري، چې ورپسې هلمند، كندهار، ننګرهار او اروزګان ولايتونه راځي.
د سرچينې په وينا، د افغان حكومت وسله وال مخالفين د ملکي مرګ ژوبلې د ۶۲ فيصدو سبب شوي، چې د ۲۰۱۶ كال د لومړيو درېيو مياشتو په پرتله پنځه فيصده لوړوالى ښيي.
ملګرو ملتونو په جګړې کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي، چې په ښه توګه له زيانونو څخه د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA