ننګرهار كې چاودنې پنځلس ملكي وګړي ټپيان كړل

د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې چاودنې پنځلس ملکي وګړي ټپيان كړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، نن سهار د بټي کوټ ولسوالۍ په حفيظ کو‌‌‌‌‌‌ډۍ څلور لارې کې پر يو بايسکل ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له كبله يې پنځلس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.