د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې چاودنې پنځلس ملکي وګړي ټپيان كړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، نن سهار د بټي کوټ ولسوالۍ په حفيظ کوډۍ څلور لارې کې پر يو بايسکل ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له كبله يې پنځلس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړى زياتوي، لس تنه سطحي ټپيان وو، چې تر درملنې وروسته رخصت شوي، خو پنځه نور يې دننګرهار مرکزي روغتون کې بستر شوي دي.
د خوږياڼي په وينا، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
بل خوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې په دې چاودنه كې يو شمېر ملکي کسان ټپيان شوي، خو د ټپيانو کره شمېر يې و نه ښوده.
تراوسه د چاودنې هدف معلوم نه دى او نه يې كومې وسله والې ډلې مسووليت پر غاړه اخيستى.


