د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې يې د عملياتو په مهال اته داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په پېښې سيمه كې د ګډو امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملياتو په مهال د دوو ډلمشرانو په ګډون اته داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پوليسو شپږ تنه د جنايي پېښو په تړاو نيولي او دوه کړۍ ماينونه يې کشف او له منځه وړي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


