ټاكل شوې سبا د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار په لغمان ولايت كې د يوې غونډې په ترڅ کې خپل حضور څرګندکړي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې حکمتيار به د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړي او خپل راتلونکى تصميم به روښانه کړي.
د ځواک په خبره، په همدې هدف په لغمان ولايت کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د تېر لمريز كال په تلې مياشت كې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شوه، چې له مخې يې دغه ګوند له وسله والې مبارزې لاس اخلي او په مقابل کې به يې افغان حکومت د حزب اسلامي يو شمېر غوښتنې پوره کوي، چې د بنديانو خوشې کول هم پکې شامل دي.


