چارواكي وايي، د هلمند د ناوې او سنګين ولسواليو په يو شمېر سيمو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو د هوايي بريدونو پر مهال ۱۴تنه وسله وال وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې اوښتې ده.
خبرپاڼه کاږي، چې ددې ولايت د ناوې ولسوالۍ په عينک سيمه کې بيا ۱۸ کړۍ ډول ډول مايونونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو ددغو ادعاوو په هکله تر اوسه څه نه دي ويلي


