ads

نږدې راتلونكې كې د حزب اسلامي لومړۍ ډله زندانيان خوشې کېږي

حزب اسلامي اعلان وكړ، چې د دې ګوند لومړۍ ډله زندانيان به د راتلونكې جمعې په ورځ د دولت له زندانونو خوشې شي.
په كابل كې د دغه ګوند له خوا خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه زندانيان د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د تېر لمريز كال په تلې مياشت كې د سولې د لاسليك شوي هوكړه ليك له مخې خوشې كېږي.

نویسنده: sarwan
6 غویی 1396

كه څه هم په خبرپاڼه كې د خوشې كېدونكو زندانيانو شمېر نه دى په ډاګه شوى، خو تر دې وړاندې د افغان دولت او حزب اسلامي سرچينو ويلي وو، چې په لومړي ګام كې به شاوخوا ۷۰ زندانيان ازاد شي.
په همدې حال كې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار د هركلي لپاره د هېواد په ختيځ او كابل كې چمتووالى روان دى.
د دغه ګوند سرچينو كليد ته وويل، چې حكمتيار به د روانې اونۍ تر پايه د خلكو په منځ كې را څرګند شي.
بل خوا د كابل په بېلابېلو سيمو كې لګول شوي انځورونه ښيي، چې پايتخت به راتلونكو ورځو كې د يوې داسې څېرې كوربه وي، چې په تېرو ۱۵ كلونو كې يې د افغان او بهرنيو ځواكونو په ضد جګړه رهبري كوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA