د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د روانو عملياتو په مهال ۲۱ نور داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې دغه داعش وسله وال تېره شپه د اچين ولسوالۍ په شډل بازار او مامند دره کې د هوايي او توپچي بريدونو په ترڅ كې وژل شوي او لسګونه نور داعشيان ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه، په يادو بريدونو کې افغان ځواکونو او ځايي خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


