ads

ننګرهار كې نږدې ۶۰۰ جريبه ځمكه باندې كرل شوي كوكنار له منځه يوړل شوي

د ننګرهار ولايت په درېيو ولسواليو کې د شاهين ۲ او ۳ عملياتو په مهال ۵۸۴ جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.

نویسنده: sarwan
6 غویی 1396
ننګرهار كې نږدې ۶۰۰ جريبه ځمكه باندې كرل شوي كوكنار له منځه يوړل شوي

د ننګرهار ولايت په درېيو ولسواليو کې د شاهين ۲ او ۳ عملياتو په مهال ۵۸۴ جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې ننګرهار کې يې د کوکنارو اړولو په هدف د روانو شاهين ۲ او ۳ عملياتو په ترڅ كې تېره ورځ د خوګياڼو ولسوالۍ په خوران او ميملې سيمو کې ۴۰۴ جريبه، د چپرهار په ګمبيل سيمه کې ۸۰ جريبه او د دره نور ولسوالۍ په ستن، شيمل، لمټک او شوکيالۍ سيمو کې ۱۰۰ جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار واړول.
د نوموړي په خبره، د كوكنارو ضد کمپاين په مهال له کوم مقاومت سره نه دي مخ شوي او تر هغې، چې ټول کرل شوي کوکنار له منځه يونسي، عمليات به يې روان وي.
د ملي اردو له لوري د کوکنارو اړولو دا کمپيان په داسې حال کې روان دى، چې د معلوماتو له مخې سږ کال په ننګرهار ولايت کې ۱۵ زره هکټاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA