ads

ملي امنيت شورا د بلخ د پېښې په تړاو د امنيتي مسوولينو پر بې غورۍاندېښنه څرګنده کړه

د ملي امنيت شورا پر ۲۰۹ شاهين قول اردو د بريد په تړاو د مسوولينو بې غوري د اندېښنې وړ وبلله، هغوى سره يې د قانوني چلند، د داسې زړه بوږنوونکو پېښو د مخنيوي، د وژل شويو كسانو کورنيو ته د رسيدګۍ او د پېښې ټپيانو ته د درملنې زمينې برابرولو په اړه اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نویسنده: sarwan
6 غویی 1396

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ملي امنيت شورا غونډه د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هلمند، اروزګان، کندوز، فارياب، ننګرهار، کونړ، بدخشان، بغلان، بادغيس او ميدان وردګ ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه رپوټونه وړاندې کړل.
دوى همدارنګه د دښمنانو د نابودۍ په برخه کې خپلو وروستيو لاسته راوړنو ته په اشارې د هېواد د ملي ګټو د تامين لپاره د امنيتي او دفاعي ځواکونو نه ستړي کېدونکي کوښښونه او شهامت وستايه.
د ملي امنيت شورا امنيتي او دفاعي ارګانونو ته د امنيتي تهديدونو د دفعه کولو او په ټول هېواد کې د امنيت د ټينګښت په هدف لازمې لارښوونې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA