ads

د پاكستان ماليې وزير د امريكا د ملي امنيت سلاكار سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

پاکستاني چارواكي وايي، چې د افغانستان د سولې بهير هڅو کې دې د پاکستان ملي ګټې هم په پام کې ونيول شي.
دغه څرګندونې د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار د امريکا د ملي امنيت له سلاکار مک ماسټر سره د خبرو په مهال کړې دي.

نویسنده: sarwan
6 غویی 1396

اسحاق ډار زياته کړې، چا ته به اجازه ور نه کړي، چې هېواد يې د افغانستان په خلاف وکاروي، خو په وينا يې دوى هم له افغانستانه غواړي، چې خاوره يې کوم څوک د پاکستان په ضد و نه کاروي.
د پاکستان د ماليې وزير په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د امريکا نوي حکومت پر دغه هېواد فشار زيات کړى، ترڅو په خاوره کې يې د ترهګرو ځالې له منځه يوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA