ads

اروزګان کې له بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د اروزګان دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او د خوارک نړيوال سازمان (WFP) په همکارۍ له څه باندې ۱۷۰۰ بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.

نویسنده: sarwan
6 غویی 1396
اروزګان کې له بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د اروزګان دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او د خوارک نړيوال سازمان (WFP) په همکارۍ له څه باندې ۱۷۰۰ بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې دغه کورنۍ د شهيد احساس، خاص اروزګان، چنارپور، چوره او د ګيزاب ولسواليو نه د ياد ولايت مرکز ته راکډه شوې دي.
ددغه وزارت لخوا رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خوراکي مرستې د تېرې يوې اونۍ په موده کې په يادو کورنيو ووېشل شوې.
سرچينه زياتوي، چې ددغو مرستو له ډلې هرې کورنۍ سره ۲۰۰ کيلوګرامه اوړه، ۱۴ ليتره غوړي او يوه کيلو مالګه مرسته شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA