کابل کې د کرکټ د ميليون ‌ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

په كابل – الکوزي نړيوال لوبغالي كې نن سهار د کرکټ د ميليون ‌ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او د کرکټ د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هم په‌ کې برخه لري.