چارواکي وايي، د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې ۴وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو پر مهال ۷۹ كړۍ ډول ډول ماينونه کشف او له منځه وړي دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ناوې ولسوالۍ په عينک سيمه کې نن پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودېدلی او ۴ وسله وال په کې وژل شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه وايي، چې په تېرو۲۴ ساعتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا په ياده سيمه کې ۷۹ کړۍ ډول ډول مايونونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


