د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې په تېرو ١٥کلونو کې له وسله والو مخالفينو سره د جګړو په مهال په دغه ولايت کې ١٨ زره پوليس وژل شوي دي.
پاسوال اقانور کينتوز دغه څرګندونې تېره ورځ لښكرګاه كې ولس ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.
هغه وويل، چې په ياده موده كې پر دې سربېره شپږ زره ميله وسلې او نور وسايل ورک او تخريب شوي دي.
كينتوز زياته کړه، چې د دغو ټولو پوليسو کورنيو ته حقونه ورکړل شوي، خو په تېرو څو کلونو کې د تېروتنې له كبله د ځينو پوليسو حقونه ملکي ادارو ته هم ورکړل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په تېر يو کال کې يې اويا تنه د اداري فساد او په دنده کې د غفلت له كبله څارنوالۍ ته معرفي کړي دي او پرځای يې نوي کسان په دندو ګمارلي دي.
كينتوز پرته له دې، چې د چا نوم واخلي زياته کړه، چې د يادو نيول شويو کسانو له ډلې يو شمېر يې د ولايتي شورا او ملي شورا د غړو په منځګړيتوب بېرته خوشې شوې دي.
د غونډې په پاى کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل، چې تېر کال ملي اردو ٣٨ او پوليسو ١١٢ پوستې له مقاومت پرته وسله والو مخالفينو ته پرېښې دي.


