د ننګرهارولایتي چارواکي وايي، په ښېوې ولسوالۍ کې تېره شپه یو پخوانی جهادي قوماندان د نا معلومه وسله والو له خوا په ډزو سره وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، چې یاده پېښه تېره شپه د ښېوې ولسوالۍ د عبدالخېلو د سیمې په اړوندو کې د جلال اباد کونړ په لویه لار کې را منځته شوې ده.
د خوږیاڼي په خبره، چې ياد قوماندان بهرام نومېده او له خپل ملګري سره له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د وسله والو له برید سره مخ شوی دی.
د نوموړي په خبره، چې په پېښه کې بهرام نومی پخوانی قوماندان وژل شوی او یو ملګری ېې ټپي دی.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی.


