ads

ننګرهار كې له داعشيانو سره د جنګېدونكو سرتېرو ستاينه وشوه

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، لوړ پوړو امنيتي مسوولينو، مخورو او ځوانانو تېره ورځ په اچين ولسوالۍ کې له داعش وسله والو څخه تازه پاکو شوو سيمو څخه ليدنه وکړه او د جګړې كرښه کې جنګېدونکي سرتېري يې په نغدو پيسو او مډالونو ونازول.

نویسنده: sarwan
5 غویی 1396

همدارنګه يادو مسوولينو ته په غني خېلو ولسوالۍ کې د وطنپاله ځوانانو له لوري ځانګړى هرکلى وويل شو.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې والي محمد ګلاب منګل امنيتي منسوبينو سره د جمهور رئيس ځانګړى پيغام شريک کړ او د دوى د مېړانې او سرښندونو ستاينه يې وکړه.
هغه زياته کړه، د امنيتي منسوبينو د مېړانې له كبله د شينوارو ولسوالۍ د داعش په قبرستان بدلې شوي او پاتې کسان يې د تېښتې په حال کې دي.
چارواكو هيله څرګنده کړه، چې د اچين ولسوالۍ ټولې سيمې به ډېر ژر د داعش له وحشته پاکې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په يادې ولسوالۍ کې د داعش ډلې دويم مهم پټنځاى هم د حمزه په نوم عملياتو په ترڅ کې له منځه يوړل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA