چين له شمالي کوريا او امريکا څخه غوښتي، چې د اټومي لانجې په اړه له صبر او حوصلې کار واخلي.
چينايي رسنۍ وايي، دغه غوښتنه د چين جمهور رئيس شي جين پينګ خپل امريکايي سيال ډونالډ ټرمپ سره د ټيليفوني خبرو په مهال کړې ده.
د چين جمهور رئيس ويلي، هېواد يې د شمالي کوريا د اټومي پروګرام د ودې مخالف دى او په وينا يې دغه اټومي پروګرام د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړو خلاف عمل دى.
شي جين پينګ په کوريا ټاپو وزمه کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د امريکا متحدو ايالتونو حکومت خبردارى ورکړى، چې د شمالي کوريا په وړاندې يې صبر او زغم پاى ته رسېدلى او د نظامي بريد ترڅنګ هر ډول اقدام ته چمتووالى نيسي.
په ورته وخت کې شمالي کوريا ويلي،چې د امريکا هر ډول احتمالي بريد ته بشپړ چمتووالى لري.


