د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو او پوليسو ترمنځ نښته کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، پرون ناوخته د کراچۍ اردو بازار سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو سره د نښتې په مهال څلور مشکوک وسله وال وژل شوي، چې يوه مېرمن هم پکې شامله ده او دغه راز يو تن ژوندى نيول شوى دى.
د پوليسو په وينا، د نښتې په ترڅ كې څلور امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د پوليسو يو وياند ويلي، وسله والو پر امنيتي ځواکونو د لاسي بمونو غورځولو او مخامخ ډزو په نتيجه کې څلور سرتېري ټپيان كړي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
پوليسو ادعا کړې، چې له وسله والو يې زياته اندازه درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړې دي.


