ads

د ننګرهار ولايتي شورا: ګلاب منګل مستقيمأ په فساد کې ښکېل دی

د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، والي ګلاب منګل اداري فساد، د ځمکو غصب او د امنیت په خرابوالي کې مستقیما ښکېل دی.
د ولایتي شورا ګڼ شمېر غړي نن په یوه خبري کنفرانس کې را ښکاره شول او دغه خبرې یې له رسنیو سره شریکې کړې.

نویسنده: sarwan
5 غویی 1396

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ناصر کاموال په خپلو خبرو کې وویل، چې والي ګلاب منګل په ټولو دولتي اداراتو کې د قرار داد په سر مستقیما پیسې اخلي او په دغه برخه کې هېڅ داسې قرارداد نه ترسره کېږي، ترڅو چې والي او نور اړوند خلک په کې خپل سهم ونه لري.
کاموال زیاتوي، د تورخم له ښارګوټي تر ګمرک ادارې پورې د والي کسان د مشاورینو په نوم پیسې راټولوي او په لوی لاس یې د فساد کچه پورته کړې ده.
خو د ننګرهار ولایتي اداره پر والي ګلاب منګل لګېدلې تورونه چې ګواکې په فساد کې ښکېل دی او د نا امنۍ لپاره یې زمینه برابره کړې په کلکه ردوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، ولایتي شورا د فساد سره د مبارزې او لا ښه ډاډمن امنیت را وستلو لپاره له دوی سره طرحه شریکه کړي، چې په ګډه پرې کار وکړي.
نوموړي هغه خبرې رد کړې، چې ګواکې له یو شمېر ادارو څخه د والي په نوم باج ګيري ترسره کېږي.
د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي په داسې حال کې پر والي ګلاب منګل د فساد، غصب او چارو کې د پاتې را تلو تورونه لګوي، چې د عامو وګړو په اند ددغه شورا ډېری وکیلان ډېر کله د والي ترشاه او وخت ناوخت یې د خپلو ګټو د خطر په وخت کې پر ضد راپورته کېږي، چې دغې چارې د شورا د غړو نوم او حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA