ads

د اچین اوسېدونکي: اولادونه مو بې زده کړو رالوېيږي

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو شمېر زده کوونکي او د دوی د کورنیو غړي وایي، له تېرو دوه کلونو راهیسې یې ښوونځي داعش وسله والو ور تړلي، چې دوی یې د بېرته پرانیستلو لپاره شېبې شماري.

نویسنده: sarwan
5 غویی 1396
د اچین اوسېدونکي: اولادونه مو بې زده کړو رالوېيږي

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو شمېر زده کوونکي او د دوی د کورنیو غړي وایي، له تېرو دوه کلونو راهیسې یې ښوونځي داعش وسله والو ور تړلي، چې دوی یې د بېرته پرانیستلو لپاره شېبې شماري.
د دغې سیمې اوسېدونکي وایي، تر اوسه ورته حکومت نه په تصفیه شویو او نه هم په بې ځایه شویو سیمو کې د زده کړې زمینه برابره کړې ده.
خو د ننګرهار د پوهني ریاست چارواکي وایي، چې د ټول ولایت په کچه یې د داخلي بې ځایه شویو او تصفیه شویو سیمو کې زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره کړې او لا هم په دغه برخه کې هڅې روانې دي.
د اچین ولسوالۍ د بټن او شډل سیمې یو شمېر زده کوونکو له کلید سره په خبرو کې وویل، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ښوونځي داعش وسله والو تړلي او کله چې یې په سیمه کې عملیات ترسره شوي اوس یې نو حکومت ورته بېرته نه پرانیزي.
دوی وایي، ورځې او شپي شمېرې چې په سیمه کې به یې امن راځي او ښوونځي به یې پرمخ پرانیستل شي خو لا تر اوسه هم لاس ترزنې ناست دي.(( دا دوه کاله کېږي، چې مکتبونه یې را باندې بند کړي، بس څه وکړو کرار ناست یو او کتابونه اړو را اړوو، ولې مو مکتب ته زړه کېږي، حکومت دې اول زموږه په سیمه کې ښوونځي پرانیزي.))
په ورته وخت کې بیا د یو شمېر زده کوونکو کورنۍ وایي، له تېرو دوه کلونو راهیسې چې کله یې په سیمو داعش وسله وال حاکم وو، ښوونځي، مدرسې او نور تعلیمي مرکزونه یې د دوی پرمخ تړلي وو.
دوی وایي، اوس یې چې په سیمه کې نسبي قراري راغلې نو تر اوسه ورته حکومت هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
دغه خلک له حکومته غوښتنه کوي، چې د اولادونو په سالمه روزنه کې یې ورسره هڅې وکړي.
د اچین ولسوالۍ د مامند درې اوسېدونکی اخترمحمد وايي، (( دا دوه کاله خو زه داعش دلته و، اوس چې لږ امنیت راغلی ولې ماشومانو ته مو بېرته ښوونځي نه پرانیزي، ټول بې سواده را لوی شول.))
په ورته وخت کې بیا د اچین ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران هم په دغه ولسوالۍ کې ښونیز بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ بولي او وایي، چې تر اوسه پورې د پوهنې ریاست ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د اچین ولسوالۍ د ارغځي سیمې اوسېدونکي ملک دفتر خان کلید سره په خبرو کې وویل، چې له تېرو دوه کلونو را هیسې د دغې سیمې درې زره زده کوونکي ښوونځیو ته نه ځي او تر شنه اسمان لاندې د بمونو په غږونو او د باروتو د لوګو په حس کې را لوېيږي: (( حکومت له پخوا هم څه نه و کړي او اوس یې هم هېڅ تر اوسه د مکتبونو په برخه کې هېڅ نه دي کړي، ماشومان مو بې زده کړو را لوېیږي.))
خو د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، چې د اچین ولسوالۍ بې ځایه شویو زده کوونکو ته یې په بېلا بېلو سیمو کې کلي وال او سیمه ییز ښوونځي پرانیستي دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري له کلید سره په خبرو کې وویل، د ټول ولایت په کچه زیات ښوونځي په اچین ولسوالۍ کې تړل شوي، چې په سیمو کې د امنیت له ښه والي سره به یو ځل بیا ټول تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانیزي.
نوموړی وایي، داسې نه شي کولای چې په سیمه کې هېڅ امنیت نه وي او دوی دې د زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو د مسوولینو ژوند په خطر کې واچوي. (( موږ د اچین ولسوالۍ بې ځایه شویو زده کوونکو ته په مومندره، بټي کوټ او روداتو کې کلي وال ښوونځي جوړ کړي دي، که موږ په دې پوه شو چې سیمې یې تصفیه شوې دي او خلک ورغلي ژر به ورته بېرته ښوونځي فعال شي.))
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو شمېر زده کوونکي او د دوی د کورنۍ غړي په داسې حال کې د بندو ښوونځیو د پرانیستل کېدلو غوښتنه کوي، چې د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول ولایت کې د شاوخوا درې زره زده کوونکو پرمخ ۲۴ ښوونځي تړلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA