د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې د روانو حمزه عملياتو په مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله ۳۷ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې يې د اچين ولسوالۍ د مامند درې په انګور جومات، اخندزاده ګان، اسدخېل او مامند سيمه کې د هوايي او توپچي بريدونو په ترڅ کې ۳۷ داعش وسله وال وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.
نوموړي زياته كړه، په يادو عملياتو کې يې تراوسه پورې له داعش وسله والو ډېرې سيمې پاکې کړي او هڅه کوي، چې په ياده ولسوالۍ کې د داعش ډلې د يوه غړي تر شتونه پورې يې روان عمليات دوام ولري.
فقيري وايي، چې د حمزه په نوم عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


