ننګرهار كې د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين دوام لري

د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار کې يې د کوکنارو د له منځه وړلو په هدف د روانو شاهين ۲ او ۳ عملياتو په مهال لسګونه جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار اړولي دي.