د هېواد جمهور رييس مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې د امنيتي مرکزونو امنيت ټينګ کړي.
دا څرګندونې د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.
مرتضوي وويل، د شاهين قول اردو د شهيدانو د انتقال لپاره کمېسيون ټاکل شوی، چې کورنيو ته يې وسپاري.
مرتضوي زياته کړه، چې د جمهور رييس د حکم له مخې د پېښې څېړنې پيل شوي او جزيات به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
نوموړی وايي، د افغانستان خلک بايد په دې حساسو شرايطو کې له حکومت سره خپله مرسته لا زياته کړي.
د مرتضوي په خبره ترهګر د بلخ په څېر بريدونو سره غواړي، چې د بيا رغونې مخه ونيسي او د بيارغونې له کارونو څخه د خلکو توجه واړوي.
جمهوري رياست له رسنيو وغوښتل، تر هغو چې د بلخ د ۲۰۹ شاهين قل اردو د جمعې د ورځې بريد د قربانيانو په اړه کره معلومات نه وي تر لاسه شوي، متفاوت ارقام دې نه خپروي.
هغه د بلخ په پېښه کې د وژل شوو او ټپيانو شمېر له سل تنو پورته وښود.
دا په داسې حال کې ده چې ځينو امنيتي سرچينو رسنېو ته د ۱۳۶ سرتېرو د وژلو او د ۶۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.


