له پاکستانه هېواد ته تازه راستانه شوي کډوال له سختې بېکارۍ سره مخ دي، خو د پاملرنې نړیوالې ادارې له خوا د AFGR پروژې تر نامه لاندې یو شمیر تازه راستانه شوي کډوالو لپاره لنډ مهالي کارونه موندلي چې د ننګرهار کلید راډیو په مټ تطبیقیږي.
تازه راستانه شوي يو شمېر کډوال د بهسودو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ویالو پاکولو، له عامه المنفعه سیمو د څارنې او دا ډول نورو کارونو په بدل کې هره ورځ ۳۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
له بل لوري د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست او د بهسودو ولسوالۍ مسوولان د دا ډول کارونو ترسره کول ګټور بولي او د مرستې ډاډ ورکوي.
په همدې حال کې تازه راستانه شوي کډوال وایي، له تېرو څو میاشتو راهیسې بېکاره وو، خو اوس چې ورته د کار زمینه برابره شوې خوښ دي.
يو تن راستون شوی افغان شکور وايي: ((دغه موسسه موږ ته هره ورځ ۳۵۰ افغانۍ راکوي، څو میاشتې بېکاره وو، اوس مو چاره پرې روانه شوه.))
یو بل راستون شوی بیا وايي: ((نن مې يوولسمه ورځ ده چې دلته کار کوم، وياله پاکوم، ډېر ترې خوشاله يو.))
اخوا بیا عمر خوړلي غلام محمد چې شاوخوا اتیا کاله عمر لري، له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل، چې مرسته ورسره شوې، خو هغه بسنه نه کوي او دی هڅه کوي، چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ نفقه له خپل بدن څخه د خولو په تویولو پیدا کړي، نه بل ته د لاس په نیولو.
غلام محمد زیاتوي، که چېرته راغلي کډوال پخپله لاس په کار نه شي، نو هېڅکله به هم د ښې ورځې خاوندان نه شي: ((دا بزګرانو ته هم ګټه ده او موږ ته هم، دوی ته ويالې پاکېږي او موږ ته يو پنځه روپۍ برابرېږي چې بچو ته پرې چای او بوره يوسو، بس هغوی چې پلمې کوي، له کاره وېرېږي.))
له بل لوري د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد سیمې اوسیدونکی او قومي مشر ملک نواب کلید ته وویل، سیمې ته له پاکستان څخه د راغلو کډوالو تر څنګ د ننګرهار له ګڼو ولسوالیو کورني بې ځایه شوي هم راغلي دي، خو تر دې مهاله ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې: ((دلته له پاکستان او د ننګرهار له يو شمېر ولسوالیو خلک راغلي، له کلید راډیو پرته ورسره هېچا هم مرسته نه ده کړې، ما يې بېلا بېلو ادارو ته اسناد هم يووړل، خو چا مرسته ونه کړه.))
له بل لوري د بهسودو ولسوالۍ د سکتوري خدمتونو مدير افتخار احمد قاضي خېل کلید ته وویل، دغې ولسوالۍ ته له پاکستان څخه د راغلو کډوالو تر څنګ ۲۵ زره کورني بې ځايه شوي هم راستانه شوي دي، خو چا ورسره مرسته نه ده کړې: ((تقریبا ۲۵ زره کورنۍ دي، خو هېچا ورسره مرسته نه ده کړې، یواځې همدا اوس کلید ګروپ ورسره یو څه مرسته کوي.))
له بل لوري د کډوالو چارو ریاست چارواکي د کلید ګروپ له لوري کډوالو ته د کاري زمینې په برابرولو خوښي ښيي او وایي، دوی هم له راغلو کډوالو او بې ځایه شوو سره مرستې کړې دي: ((موږ له کډوالو سره مرسته کړې، خو دوی دوامداره مرستې غواړي او موږ امکانات نه لرو، د پاملرنې موسسې او د کلید ګروپ دې کور ودان وي، چې دې خلکو ته يې یو څه ناڅه د کار زمینه برابره کړې ده.))
له بل لوري د پاملرنې اداره وايي، کډوالو ته یې په بېلا بېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې او په دې سره د ډېری کډوالو اقتصادي وضعیت نسبتاً ښه شوی دی.
د دې پروژې د ننګرهار مسوول ګل پاچا ساحل کلید ته وویل، دوی د بهسود ولسوالۍ په ګڼو کليو کې په درېیو برخو کې کډوالو ته د کاري زمینو په برابرېدو سره له لسګونو کورنیو سره مرسته کوي: ((موږ د بهسودو ولسوالۍ په ګڼو کليو کې په درېیو برخو کې کار کوو، لومړی یې کورني بې ځایه شوي، دويم له پاکستان څخه راغلي کډوال او درېيم یې په کلي کې خوار او غریب خلک چې وس نه لري، موږ ورته د ورځې درې نیم سوه افغانۍ ورکوو.))
د يادولو ده چې تېر مېلادي کال له یو میلیون زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او شاوخوا ۷۰ په سلو کې يې په جلال اباد ښار او نېږدې سیمو کې مېشت شوي دي.


