د روسيې د داخلي استخباراتو اېف اېس بي پر يو مرکز د وسله وال بريد په نتيجه کې درې کسان وژل شوي دي.
پېښه پرون د روسيې په ختيځه سيمه خابارووسک ښار کې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې يو وسله وال کس پر ياد مركز بريد وکړ.
په وژل شويو کې د روسيې د يو افسر او د يو ملکي وګړي نوم هم اخيستل کېږي.
پوليس وايي، بريد كوونكى يې وژلى، د پېښې د انګېزې په اړه يې پلټنې پيل کړي او سيمه يې کلابنده کړې ده.
په روسيه کې ډېر کله د دا ډول بريدونو مسووليت د چيچنيا وسله والې خپلواکۍ غوښتونکې ډلې پر غاړه اچول کېږي، خو تراوسه د دې بريد مسووليت چا نه دى منلى.


