د حزب اسلامي مشهور قوماندان مولوي شمس الرحمن دانشيار د تورخم له لارې خپل هېواد ته را ستون شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې دانشيار تېره ورځ د حزب اسلامي د مشر په امر خپل هېواد ته راغى.
د هغه په وينا، د حزب اسلامي ډېرى غړو هيله وښوده، چې د ياد قوماندان په راتګ سره به هېواد کې د سولې لمن لا پراخه شي.
خوګياڼي زياته كړه، دانشيار له دې وړاندې د لغمان والي، تنظيمه رئيس او ولايتي مشر پاتې شوى او اوس مهال د نظامي کمېټې غړى دى، چې د ملي يووالي حكومت سره د سولې لاسليك شوي هوکړه ليک له مخې هېواد ته را ستون شو.
د حزب اسلامي دغه لوړ پوړى قوماندان په داسې حال کې خپل هېواد ته راځي، چې د رپوټونو له مخې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د ياد ګوند مشر ګلبدين حکمتيار هم ننګرهار او يا لغمان کې را ښکاره شي.


