ads

په نژدې راتلونكې كې به د ورېښمو د دويم پل كار پيل شي

په نژدې راتلونكې كې به د ورېښمو د دويم پل كار پيل شي. جمهوررئيس يادې څرګندونې نيمروز ولايت ته د خپل سفر پرمهال چې د كمال خان بند د درېيمې برخې كار د پرانيستنې لپاره تللى و،

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 غویی 1396
په نژدې راتلونكې كې به د ورېښمو د دويم پل كار پيل شي

په نژدې راتلونكې كې به د ورېښمو د دويم پل كار پيل شي. جمهوررئيس يادې څرګندونې نيمروز ولايت ته د خپل سفر پرمهال چې د كمال خان بند د درېيمې برخې كار د پرانيستنې لپاره تللى و، وكړې. هغه زياته كړه چې د دغه پل نيمايي لګښت به د دولت له بوديجې څخه وركړل شي خو نوموړي په دې اړه چې ياد لګښت به د كوم هيواد له خوا وركول كيږي څه ونه ويل.جمهوري رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، جمهوررئيس د كمال خان بند په ارزښت د ټينګار ترڅنګ د هيواد د اوبو د مديريت په اړه وايي، افغانستان له مركزي او جنوبي آسيا او اروپا سره وصل دى او ټولې دروازې د دغه هيواد پرمخ خلاصې دي.
د جمهوررئيس په خبره سوكالي په سيمه ييزه همكارۍ كې رامنځته كيږي او هرڅوك چې افغانستان ته دهمكارۍ لاس وغځوي، افغان حكومت به ورسره همكار وي.
د كمال خان بند د درېيمې برخې كار چې د ۷۸ ميليونو ډالرو په ارزښت د افغان حكومت له بوديجې څخه تمويليږي، تر راتلونكو څلورو كلونو پورې به بشپړ شي.
د اوبو او بريښنا د وزير په خبره د دغه بند په جوړيدلو سره به له اتيا زره هكتاره ډيره ځمكه خړوبه او نهه ميګاواټه برېښنا به توليد شي، د دې سربېره ګڼو كسانو ته به د كار زمينه هم برابره شي.
دغه بند ۱۶ متره ارتفاع لري او د ۵۲ ميليون مترمكعبه اوبو د ذيرمه كولو وړتيا لري.
ويل كيږي چې د كمال خان د بند كال په ۱۳۴۵ كال كې پيل شوى و خو په هيواد كې د جګړو د پيلېدو او د سياسي بدلونونو له كبله بشپړ نه شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA