ads

راتلونكې اوونۍ به حكمتيار د هيواد په ختيځ كې راښكاره شي

حزب اسلامي وايي، راتلونكې اوونۍ به د دغه ډلې يوشمېر زندانيان خوشې شي او له هغه وروسته به د ياد حزب مشر ګلبدين حكمتيار په ننګرهار يا لغمان ولايت كې را څرګندشي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 غویی 1396
راتلونكې اوونۍ به حكمتيار د هيواد په ختيځ كې راښكاره شي

حزب اسلامي وايي، راتلونكې اوونۍ به د دغه ډلې يوشمېر زندانيان خوشې شي او له هغه وروسته به د ياد حزب مشر ګلبدين حكمتيار په ننګرهار يا لغمان ولايت كې را څرګندشي.
د حزب اسلامي وياند حشمت الله ارشد نن كليد ته وويل، د زندانيانو د خوشې كولو لړۍ وروستۍ شوې ده او په وينا يې د حكمتيار د راتګ لپاره په كابل او هغه ولايت كې چې نوموړى به لومړى پكې راښكاره شي، ټول امنيتي، ترانسپورتي او لوژستيكي تدابيرنيول شوي دي.
په داسې حال كې چې په تېرو مياشتو كې هم څو څو ځله داسې وويل شول چې ترڅو ا وونيو پورې به حكمتيار كابل ته راشي خو هغسې ونه شول.
خو دا ځل د حزب اسلامي وياند وايي چې دوى ته ډاډ وركړل شوى او په وينا يې حكمتيار بايد پخوا كابل ته راغلى وى خو زياتوي چې له يوې خوا د حكومت له خوا د سولې د هوكړه ليك په عملي كېدو كې ناغيړي او له بلې خوا په حكومت كې د يو شمېر هغه كړيو هڅې چې له لومړي سر څخه يې د دغه هوكړې دناكامولو هڅه كوله، د دې لامل شوې چې حكمتيار تر نن ورځې پورې را څرګند نه شي.
خو حكومت په دې اړه لا تر اوسه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA