د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، د دولتي ځمکو راګرځولو کمېسيون يې له وسله وال مقاومت سره مخ شو، چې په مهال يې د دوى څو تنه کارکوونکي سخت ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د کانال رئيس غلام حضرت عبدالرحيمزي کليد ته وويل، غوښتل يې په مقام خان سيمه کې د کانال رياست اړوند ځمکه د غاصبينو له منګولو را وګرځوي، چې د سيمې د خلکو له مقاومت سره مخ شول.
د نوموړي په خبره، د سيمې خلکو پرې لومړى د تيږو ګوزارونه وکړل او وروسته يې پرې د سپکو وسلو ډزې هم کړې دي.
عبدالرحيمزي زياته كړه، په ياده نښته کې د کانال د محافظ ټولي د پوليسو يو افسر د سيمې اوسېدونکو د تيږو په ګوزارونو د سر په برخه کې لګېدلى او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
د کانال رئيس همدارنګه وايي، چې قانون دوى ته د ورته چلند اجازه نه ده ورکړې، دوى سيمه پريښې او د بهسودو ولسوالۍ امنيتي چارواکو ورته د پاتې چارو د بشپړېدو ډاډ ورکړى دى.
د ننګرهار د کانال رياست مسوولين په داسې حال کې د دولتي ځمکې د راګرځولو په وخت له مقاومت سره مخ کېږي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر په مهال امنيتي ځواکونو ته د هغو غاصبينو د ويشتلو امر کړى، چې د غصب شويو ځمکو د خلاصون په وخت ورته خنډونه جوړوي.


