پغمان كې د پيدا شوي ډله ييز قبر په اړه څېړنې كېږي
د كابل امنيه قومانداني وايي، په پغمان ولسوالۍ كې وړمه ورځ پيدا شوى ډله ييز قبر يو لړ څېړنو ته اړتيا لري، چې معلومه شي دا قبر د كوم وخت دى.
د كابل امنيه قوماندان حسن شاه فروغ نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، په دې قبر كې له اتو تر نهو پورې جسدونه موندل شوي او په وينا يې، داسې معلومېږي، چې په ياد قبر به له لسو كلونو ډېر خت تېر شوى وي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed